(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په نیمروز کې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

کابل، د وږي لومړۍ نېټه باختر

د نیمرزو ځايي چارواکو د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې زرګونو کسانو ته د کار زمینې د برابرولو خبر ورکړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د نیمروز په دلارام او خاشرود ولسوالیو کې د FAO مؤسسې په مالې ملاتړ د سېلابونو له امله د کرنيزو ځمکو د تخریب د مخنیوي او د ولسوالیو اوسېدونکو ته د کاري بوختیا له امله تر ٧ زره زياتو کسانو د کار زمينه برابره شوه.

د نیمروز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس، مولوي عبدالخالق حکیم‌الله د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې یاده پروژه د سېلابونو له امله د دوو ولسوالیو د کرنيزو ځمکو او د عامو خلکو د استوګنیزو کورونو د تخریب د مخنيوي، ولسونو ته د کار د زمینې برابرولو او د ځمکې لاندې د اوبو د پياوړي کولو په موخه پلې کېږي.

د نوموړي په خبره د دې پروژې په پيل کېدو سره به د لنډ مهال لپاره د  دلارام ۴ زره ۴۰۴ تنو اوسېدونکو او د خاشرود ۲ زره ۸۲۰ تنو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابرېږي.

په ورته وخت کې په نیمروز کې د  FGA مؤسسې مسؤول، سیدحضرت علوي د یادې پروژې د تطبيق په تړاو وویل چې دغه پروژې د یو میلیون ٨٧٨ زره او ۴۳۴ امريکايې ډالرو په ارزښت په دوو ولسوالیو کې تطبیق کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د یادو ولسوالیو اوسېدونکو په دغه مراسمو کې له حکومت څخه نیمروز ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا