امنیت

په ننګرهار کې دنشه يي توکو دتوليد دوه کارخانې ويجاړې شوې .

کابل باختر دوري نهمه :
دملي اردو ځواکونو نن په ننګرهار ولايت کې دعملياتو په بهيرکې دنشه يي توکو دتوليد دوه کارخانې ، يوه اندازه نشه يي توکي او پنځه ماينونه کشف اوله منځه يوړل .
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل دملي اردو ځواکونو دسولې او ثبات دټينګښت په مقصد ننګرهار ولايت دخوږيانيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دنشه يي توکو دوه کارخانې  کشف او ويجاړې شوې .
دميدان وردګو ولايت دسيد اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو ديو لړ نورو عملياتو په بهيرکې ١٩ موټرسايکلونه ترلاسه شول او پنځه ماينونه اولس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته