کابل باختر د وږې دمياشتې ٢٠ :
د شاهين آسمايي د فوټبال ټيم د ميوند اتلانو د فوټبال ټيم ته ماتې ورکړه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
د هېواد د فوټبال دغوره ليک د سياليو په دوام نن د شاهين آسمايي ټيم د ميوند اتلانو دفوټبال له ټيم سره لوبه وکړه چې لوبه د صفر په وړاندې په يوې سره دشاهين آسمايي د ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
د يوبل خبرله مخې : د سپين غر بازارنو ټيم پرون په يوه په زړه پورې لوبه کې ديوې په وړاندې په دريو سره د اباسين څپې ټيم ته ماتې ورکړه.
ديوبل خبرله مخې : د سپين غر بازانو ټيم دڅلورو امتيازونو په ترلاسه کولو سره دالف ګروپ په سر کې ځاى لري چې ورپسې دعقابان هندوکش ، د اباسين څپې او د موج هاى آمو ټيمونه ځاى لري .
دغه راز د شاهين آسمايي ټيم د شپږو امتيازونو په ترلاسه کولو سره د بي ګروپ دنتيجو د جدول په سرکې ځاى لري چې ورپسې د ميوند اتلان ، سيمرغ البرز او دتوفان هريرود ټيمونه ځاى لري.
دغه سيالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسيون په لوبغالي کې تر سره شوې.
1 1 دقیقه لوستل