ټولنه

دريو تنو داوبلن ګاز دمسمويت له امله ساه ورکړه .

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
  ديوې کورنۍ دريو تنو غړو داوبلن ګاز دمسمويت له امله ساه ورکړه.
  دغزني ولايت سيمه ئيز مقامات وايي ديوې کورنۍ دوو تنو نجونو او يوې بوډى ښځې  دغزني ولايت په جغتو ولسوالۍ کې دګاز دمسمويت له امله ساه ورکړه .
  دجغتو ولسوالۍ ديوسف دکلي اوسيدونکي محمد حسين باختراژانس ته وويل ددغې کورن ۍ درې تنه غړي چې دکور دتودولو لپاره يې ګازي بخاري کاروله دخوب په خونه کې دګازو دخپريدو له امله ساه ورکړه .
ديادونې وړ ده چې تيرکال هم دهيواد په ځينو سيموکې دسردغه شان انساني زيانونه رامنځته شوي وو چې دليل يې بې احتياطي او له ګازي وسايلو څخه ناوړه استفاده بلل شوې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته