سیاست

دسترې محکمې عالي شورا يو لړ موضوعګانې وڅيړلي .

کابل باختر دمرغومي شپږويشتمه
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوي موضوعګانې يې وڅيړلي .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ .
شورا لومړۍ دسمنګان ولايت دښاري ابتدائيه محکمې د مدني او دعامه حقوقو دديوان دپخواني غړى نهال احمد په تور دبډې اخستنې قضيه ، له قضايي پلوه وڅيړله .
  تورن يې دموظف څارنوال ددعوا دصورت له اقامه کولو او په غونډه کې دده دفاعيي  له اوريدو وروسته ، دجزايي اجرااتو دقانون  د ٢٧٥مادي ددويم بند ، دجزا دقانون د ١٥٥ مادي پربنسټ اودهمدي قانون د ١٤٥ مادي په رعايتولو سره دتوقيف له پيل څخه ديو کال په تنفيذي  بند ، دقضاله مسلک  څخه  دګوښه کېدو او دبډې دپيسو معادل دجريمې دورکولو په مجازاتو محکوم کړ .
وروسته دبلخ داستيناف محکمې  درياست دسندونو او وثايقو دثبت په امريت او ددغه ولايت په ابتدائيه  محکمه او داستيناف په تجارتي ديوان کې ديو شمير وظيفوي سړغړونو  په باب غور وشو او په لومړۍ مورد کې داړوندو منسوبينو دتاديبي او محاکماتي مسووليت دمواردو په تفکېک  او تشخيص سره لارښوونه وشوه او په دويم مورد کې دمحکمې درييس په ګډون دابتدائيه محکمې او دبلخ دتجارتي استيناف دديوان پنځو تنو قاضيانو ته تاديبي مجازات تجويز شول .
وروسته ديو شمير رسيدلو استهداګانو په باب غور وشو او داسې لاښوونه وشوه .
  په ترينکوت ښار کې ١٥٨٧٤جريبه ځمکې په باب ددولت دقضاياو درياست داستهدا له مخې  چې دوخت دتميز دمقام دخاص ديوان له پريکړې سره سم ددولت ملکېت بلل شوي دي خو دارزګان داستيناف محکمې دحقوقو او مدني ديوان دقضايي قراردصادرولو په ترڅ کې دنظر وړ ځمکې داشخاصو ملکېت بللي دي ، لارښوونه وشوه چې ددولت دقضاياو رياست دې دصادر شوي قضايي قرارپرخلاف خپل ټول اعتراضونه او دلايل په مستدلل ډول دسترې محکمې دحقوقو او مدني ديوان ته وړاندې کړي چې دپريکړې او قرار دقانونيت په باب لازمه څيړنه وشي .
دغه راز په دايکندي ولايت کې دڅړځاى  په ځمکې ددعواپه برخه کې ددولت دقضاياو  درياست ديوې بلې استهدا له مخې چې ددايکندي داستيناف محکمې دمدني او دعامه حقوقو دديوان له خوا ددغي اداري په استينافي اعتراض باندې غبرګون نه دي ښودل شوي ، دمدني محاکماتو داصولو دقانون د ٤٠٨ مادي دلومړۍ جز له مخې څرګنده شوه چې موضوع داستينافي پړاو تابع ده  او داستيناف محکمه مکلفه ده ددولت دقضاياو داستيناف غوښتنې په باب ، دقضايي قرار په ترڅ کې تصميم ونيسي او دليک په واسطه دموضوع ليږل قانوني صبغه  نه لري .
سربيره پردې دعالي شورا په نننۍ  غونډه کې په حقوقي او جزايي مسئلو او دقاضيانو په کادري مسئلو کې دبيا کتنې په اتو غوښتنو او دمحکمې دبدلون په څوارلسو غوښتنو هم غو ر وشو او په هر مورد کې لازم او مقتضي تصميمونه ونيول شول .
ديو بل خبر له مخې دمرغومې دمياشتې په څليرويشتمه نيټه دقضايي کنترول او څارنې درياست دموظفينو دفعاليت  له مخې  دکابل ولايت دقره باغ او دسمنګانو ولايت ددره صوف دولسواليو دوه تنه اوسيدونکې دکابل ښار ددريمي حوزي دوثايقو دامريت په پته دابراخط دوثايقو دجعل په تور او هم دمرغومې دمياشتي په پنځه ويشتمه نيټه دپنجشير ولايت يو اوسيدونکې دتذويري سندونو داستعمال په ګومان نيولي دي
قضيې تر څيړنې لاندې دي .
ديوبل خبر له مخي دسترې محکمې دعالي شورا په فوق العاده غونډه کې چې نن له غرمې وروسته دقاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي په مشرۍ جوړه  شوه دهرات ، بادغيس ، غور ، فراه ، نيمروز او دباميانو دولايتونو په  ګډون دلويديځ زون داستيناف  دمحکمو دکار او فعاليت رپوټونه واوريدل شول .

قاضي القضات  درپوټونو له اوريدو وروسته چې ددغو ولايتونو داستيناف محکمو درييسانو له خوا وړاندې شول، دلنډې څيړنې په ترڅ کې داسې وويل لکه څنګه چې  په نورو غونډو کې يې هم يادونه کړې ده  حضوري رپوټ اخستنه  دمحکمو دبرياليتوبونو ددرک او په کاري چلنجونو دپوهيدو په لاره کې يو مساعد فرصت دي .
په محکمو په  تيره بيا دقضايي زون د مرکز په توګه دقضيو حجم  ته په پاملرنې سره دهرات په استيناف  محکمه کې کاري پرمختګونه ، ددرک وړ دي خو په مجموع کې د زماني له غوښتنې او دټولنې له عيني اړتياو سره متناسب  په ټولو وظيفوي اړخونوکې دمحکمو دفعاليتونو عيارول ، دهغو مسئلو له جملې څخه دي چې دجدي احتمام  غوښتنه کوي . ځکه له ترسره شويو هلوځلو سره سره لاتراوس ه پوري هم دقضايي فعاليت دانفکاک  نه منونکې اصل په توګه دقضايي  سلوک دڅرنګوالې  دمقررې په له  انحراف پرته تحقق کې يو لړ نيمګړتياوي او نواقص شته او له بله  پلو ه هم په خپل وخت ددعوا دخاوندانو او دمراجعينو دغوښتنو او شکايتونو نه څيرنه او دهغو ددوسيو په حل او فصل کې ځنډ اوبې پروايي او هم داداري فساد دمظاهرو شتون اودهغو کريکترونو په پيژندنه کې دمحکمو نه برياليتوب چې دفساد په خپريدوکې ښکېل دي او قضايي پرستيژ اوحيثيت ته زيان رسوي ، دمحکمو دلاري پرسر له مهمو  پرتو خنډونو څخه  بلل کېږي .
قاضي القضات دغه راز په  دې غونډه کې دقضايه قوې د ممثلينو په توګه داستيناف محکمو رييسان مکلف  کړ چې دقضايي نزاهت دتامينولو او په سالم او شفاف ډول او له انحراف پرته دچارو دترسره کولو او په عدالت دخلکو دلاسبري دښو زمينو دبرابرولو په مقصد ، دټولو ستونزو حل کولو ته په خپل کاري لارښود او لومړيتوب کې ځاى ورکړي او په دې برخه کې دې دسترې محکمې جدي لارښوونو ته په پاملرنې سره لازم او عملي اقدامات وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته