سیاست

د جمهور رئیس د خواشینۍ پیغام

کابل – باختر د تلې د مياشتې ١٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام
په خواشینۍ سره د دیني عالم او د پکتیا ولایت د قومي مشرحاجي عبدالخالق احمدزی له وفات څخه خبر شوم.
انالله و انا الیه راجعون
ارواښاد متدین، په هېواد مین، عالم او حلیم انسان وو، د زده کړو او تدریس ترڅنګ یې خلک او ولسونه د دیني لارښوونو او اراشاداتو په رڼا کې اخوت، خیر او فلاح، یووالي او سوله ییز ژوند ته هڅول. مړینه یې لویه ضایعه ده.
د ارواښاد حاجي عبدالخالق احمدزي کورنۍ، شاګردانو، خواخوږو او د پکتیا ولسونو ته د هغه د مړینې تسلیت وایم. ارواښاد ته د خدای تعالی له دربار څخه د فردوس جنت هيله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته