کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩
د دايکندى ولايت داميرامور ولسوالۍ اداريى تاسيسات پرون ګټې اخستنې ته وسپارل شول .
دغه تاسيسات دسيمه ييزو ارګانو دخپلواکې ادارې له بودجې څخه دشپاړلسو مليونو افغانيو په لګښت جوړ شوي دي .
ددغې ولسوالۍ يو سيمه ييز مسوول باختر آژانس ته وويل : چې دغه تاسيسات په دوو پوړونو کې جوړ شوي دي.
په همدې حال کې دميرامور ولسوال وايي چې ددغو تاسيساتو په جوړولو سره به وکولاى شي چې په خپل وخت خلکوته خدمتونه وړاندې کړي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ