
کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر
د نیمروز امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې ۱۰ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
د نيمروز ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير ملا محمد مهاجر باختر آژانس ته وویل، چې د زرنج ښار په مرکز کې دوه تنه د ښيښې او ترياکو د پوړیو د پلور، ۲ تنه د غلا او ۶ تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي دي.
ملا مهاجر دغه راز زیاته کړه، چې د نیول شویو کسانو دوسيې به له څېړلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر