
کابل، د مرغومې ۵مه، باختر
د نيمروز د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۴ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د نيمروز د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدير مولوي محمدالدین مخلص د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې ۴ تنه د غلا ، ۵ تنه د انساني قاچاق او ۵ نور یې د نشه یي توکو د پلور په تور نیولي دي.
مخلص زیاته کړه، چې د نیول شویو کسانو دوسيې به تر څېړلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شي.
ص