امنیت

په ننګرهار کې دوه پر له پسې چاودنې وشوې

جلال اباد باختر د زمري ۱ نېټه
نن سهار شاوخوا اته بجې د ننګرهار ولایت د بهسود پل ته څېرمه دوه پرله پسې چاودنې شوې دي.
ځايي چارواکي وايي چې په دغو چاودنوکې یو تن ټپي  شوی دی او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې پولیسو د دغې پېښې په اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.
پای/وصال
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته