خبرونهامنیت

په نیمروز کې ۴ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونيول شول

کابل، د مرغومې ۴مه، باختر

د نیمروز امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې ۴ تنه د نشه یي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.

د نيمروز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير ملا محمد مهاجر له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل، چې امنیتي ځواکونو په زرنج ښار کې ۴ تنه د هيرویينو او ټابلېت کا ګوليو د پلورلو په تور نیولي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د نیول شویو کسانو دوسيې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا