پارون باختر دمرغومي دمياشتې ٦ نيټه :
نهه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له افغان سرحدي ساتوونکو سره په نښته کې ووژل شول.
په دغو طالبانو نن سهار د ډيورنډ له کرښې څخه له را اوښتو وروسته کله يې چې غوښتل د افغان سرحدي ساتوونکو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړي، د دوى له خوا ډزې وشوې.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې نښته کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ