
کابل، د مرغومې ۳ مه، باختر
د نیمروز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې یې ۶ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
د نیمروز د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا محمد مهاجر د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې دغه کسان له اپینو، ښيښې، چرسو، هیروئینو او د نورو نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې هم یو تن د ۸۸۰ لیتر اسیتون ډوله نشه يي توکو سره نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
جهانیار