امنیت

په غورکې امنيتي تدبيرونه نيول کېږي

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۱۷مه
د غور پوليس د روژې د مياشتې په خاطر ځانګړي امنيتي تدبيرونه تر لاس لاندې لري .
د غور امنيه قوماندان شاه آقا شتاب دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د غور  خلک بايد د روژې مبارکه مياشت په آرامۍ سره تېره کړي، له همدې امله له دغې قوماندانۍ څخه له يو زرو ۵۰۰ څخه زيات پوليسان به د فيروز کوه ښار او د دغه ښار په بېلابېلو سيموکې د ښه امنيت د تامينولو په موخه ځاى پرځاى شي.
شتاب زياته کړه: امنيتي منسوبين د دغه ښار په ګڼ مېشتو لاروکې به د پلټنې پوستې هم جوړې کړي.
د غور امنيه قوماندان له طالبانو څخه وغوښتل چې خپلې وسلې  پر ځمکې کېږي او له نا امنيو او وحشت څخه دې لاس واخلي .
ده تينګار وکړ: که چيرې وسله وال طالبان جګړې ته دوام ورکړي، پوليس به د دغې ډلې پر افرادو رحم ونه کړي.
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته