اقتصاد

د سوداګرۍ ملي پاليسۍ نظر غوښتنې ته وړاندې شوه

کابل باختردليندۍ دمياشتې٤ نيټه  :
د افغانستان د سوداګرۍ د ملي پاليسۍ مسوده چې د سودا ګرۍ او صنايعو  د وزارت له خوا له خصوصي برخې سره په تفاهم کې چمتو شوې ده؛ نن نظر غوښتنې ته وړاندې شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
دا د افغانستان د سوداګرۍ د پاليسۍ لومړنى سند دى چې د مسوولينو  دڅرګندونوله مخې په هر اړخيز ډول په سوداګرۍ پورې اړوندې مسئلې څيړي چې اساسي هدف يې د سودا ګرۍ وده او د کسب او کار د سيالۍ په زياتولو سره  د سيمې او نړۍ اقتصاد ته د افغانستان شموليت دى .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معينې کاملې صديقي خبرې وکړې او ويې ويل: د سوداګرۍ د پاليسۍ د ملي والي لپاره مو ټولې لازمې آسانتياوې برابرې کړې دي.
وروسته د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د عامل هيئت رئيس عتيق الله نصرت، د نړيوالې سوداګرۍ په چاروکې د جمهور رئيس جګپوړي سلاکار لفګسنګ پلازا، په افغانستان کې د اروپا اتحاديې د نمايندګۍ د اقتصادي برخې رئيس او د نړيوالې سوداګرۍ د مرکز د سوداګري اسانتياوو د پاليسې د برخې رئيس راجيش اګروال په وار سره د مسودې په باب خپل نظريې څرګندې کړې.
پاى  ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته