سیاست

جمهور رئیس غني: په حکومت کې د ښځو د هر اړخیز رول د تامین لپاره زموږ ژمنتیا واضح ده

کابل باختر دغبرګولي  لومړۍ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغان ښځو د رول د پیاوړتیا دریم نړیوال سمپوزیم ته د وینا پرمهال وویل، نن د افغان ښځې غږ  لوړ دی او په بېلابېلو ابعادو کې یې رول نړۍ ته څرګندېږي.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې سمپوزیم کې چې په سلام خانه ماڼۍ کې جوړ شوی وو، د لومړۍ مېرمن په ګډون یو شمېر نړیوالو همکارانو او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ښځو د حقونو فعالینوحضور درلود. جمهور رئیس وویل، افغان ښځه نن د ځان استازیتوب او په اقتصادي او اداري برخو کې د نارینه و تر څنګ فعالیت کوي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، افغان ښځه په حکومت کې د وزیرې، وکیلې، سفیرې، قاضۍ او پولیسې په توګه دندې لري او د قضا په چوکاټ کې ۲۴۰ ښځینه قاضیانې دنده ترسره کوي.
جمهور رئیس غني وویل، افغان ښځه په اسلامي او د اساسي قانون په ارزښتونو باورمنده ده. هغه زیاته کړه، افغان ښځه په شاتګ ته تیاره نه ده او له نارینه و سره اوږه په اوږه مخته ځي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، نن افغان ښځه او نارینه باورمند دي چې زموږ موخه بااعتداله ټولنې ته رسېدل دي ، داسې ټولنه چې د افراط او تفریط نظریات په کې ځای ونه لري.
جمهور رئیس ښځو ته په خطاب کې وویل، تاسو د حکومت پرمختګونه وارزوئ، ځکه ستاسو د نظریاتو په اساس اړتیاوې سنجول کېږي او موږ کولای شو ښو موخو ته ورسېږو.
د هېواد جمهور رئیس د ښځو د توانمندۍ نړیوال سمپوزیم د ښځو د ستونزو د حل د مباحثې او هڅو نوې بڼه وبلله او د دغه سمپوزیم د جوړولو په برخه کې یې د افغان ښځو شبکې رول وستایه.
جمهور رئیس غني د ښځو د اقتصادي توانمندیو د ملاتړ لپاره د خصوصي سکتور رول مهم وباله او وې ویل، خصوصي سکتور باید همکاري وکړي چې ښځو ته د کار موندنې او اقتصادي ودې زمینې برابرې شي.
جمهور رئیس وویل، موږ د یوې سیاسي اجماع غوښتونکي یوو، تر څو په هغه کې خلک وکولای شي د حکومتوالۍ او اصلاحاتو جهت وټاکي او د پرمختګ لپاره باید واضح معیارونه موجود وي.
جمهور رئیس غني د سمپوزیم له ګډون کوونکو څخه وغوښتل په داسې برنامو کار وکړي چې په حکومت کې یې د تطبیق معیارونه وجود ولري. هغه وویل، په حکومت کې د ښځو د هر اړخیز رول د تامین لپاره زموږ ژمنتیا واضح ده.
د هېواد جمهور رئیس له ټولو والدینو په ځانګړي ډول له هغوی څخه چې خپل اولادونه خصوصاًلوڼې یې وطن ته د خدمت په موخه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته استولي، مننه او قدرداني وکړه.
محمد اشرف غني زیاته کړه، یو شمېر ښځو په سختو شرایطو کې د ښځو د حقونو دفاع کړې او دا لاره تر اوسه ناتمامه ده. هغه څرګنده کړه، ټول باید د ښځو د حقونو په تحقق کې ونډه واخلو، تر څو د منلو وړ پایلې ترلاسه شي.
د هېواد لومړۍ مېرمن د دې سمپوزیم د ارزښت په هکله خبرې وکړې او وې ویل، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ښځې په دې سمپوزیم کې حضور لري او دا سمپوزیم  د ستونزو او ننګونو د پېژندلو او حل لارو زمینه برابروي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارډ اولسن د ښځو د ملاتړ په برخه کې د جمهور رئیس غني هڅې وستایلې. هغه وویل، افغان ښځې په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه لري او موږ ژمن یوو چې د ښځو پر وړاندې د ستونزواو ننګونو د پېژندنې په برخه کې همکار پاتې شو.
په دې سمپوزیم کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیر وویل، په دولتي بنسټونو کې د ښځو حضور د افغانستان د حکومت د ژمنتیا نښه ده.
د سولې په برخه کې د ناټو ملکي استازي د روزنې او شغل په برخه کې د افغان ښځو رول مهم وباله. هغه وویل، په بېلابېلو برخو کې د ښځو مشارکت باید پیاوړی شي او ناټو د افغان ښځو ملاتړ ته ژمنه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته