خبرونهامنیت

په هرات او تخار کې د وسلو دوه لويې زېرمې کشف او ضبط شوې

 کابل، د تلې ۱۲مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې پولیسو په هرات او تخار ولایتونو کې د وسلو دوه لویې زېرمې کشف او ضبط کړې دي.

له دې زېرمو څخه څو میله سپکې او درنې وسلې، سلګونه ګولۍ او نظامي تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د دې زېرمو د ساتلو په تړاو دوه تنه تورن کسان هم نیول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې؛ امنیتي ځواکونو د سمنګانو په مرکز ایبک کې یو تن له مقناطیسي ماین سره نیولی دی.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤل منیر رحیمي وایي، چې نیول شوی کس تر څېړنو لاندې دی او له څېړنو وروسته به یې دوسیه عدلي او قضايي ارګانو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ګڼ شمېر وسلې او مهات ترلاسه او ضبط کړي وو.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا