خبرونهامنیتTOP

د لوی قندهار عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو

کابل/ د غويي ۲مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی قومندان محمد اشرف غني په مشرۍ ارشد امنیتي غونډه د لوی قندهار عمومي امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه نن مازدیګر په ۲۰۵ اتل قول اردو کې، جوړه شوه.
په دغه غونډه کې د قندهار،ارزګان او زابل والیانو، او د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان د لوی کندهار د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته له هیواد او هیوادوالو څخه د دفاع په برخه کې د ملي امنیت شورا او امنیتي او دفاعي ارګانونو همغږي وستایله وې ویل، د ۲۰۵ اتل قول اردو زړورو منسوبینو جنایتکار دښمن ته کلکې ضربې او ماته ورکړې ده. جمهوررئیس غني د ۲۰۵ اتل قول اردو لس تنو امنیتي او دفاعي منسوبینو ته چې د امنیت د تامین او ملي حاکمیت د تحکیم په برخو کې یې اساسي ګامونه اخیستي او په پوره صداقت یې خپلې دندې ترسره کړي، دولتي مډالونه ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته