
کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر
په لوېدیځ زون کې د هرات او نیمروز ولایتونو د لوبغاړو په ګډون د مارشال سپورټ فدراسیون په استازیتوب د K-One سټایل کیک بوکسېنګ غوره سیالۍ ترسره شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې سياليو کې د هرات د بدني روزنې او سپورټ رئيس مولوي ګلاب الدين خليق، د مارشال ورزشي فدراسيون مشر مسعود سعيدي غورياني او ګڼ شمېر ورزشکارانو برخه اخيستې وه.
په دغه سیالیو کې له هرات او نیمروز ولایتونو څخه د K-One کیک بوکسېنګ سیالیو ۶۵ لوبغاړو برخه اخیستې وه.
په پاى کې د هرات ټيم د ٣٣ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړى او د نيمروز ټيم د ۱۵ نمرو په ترلاسه کولو سره دويم مقام خپل کړ.
لمر