ټولنه

په لښکرګاه ښار کې څه دپاسه ٨٠ زره نيالګي ايښودل کيږي .

کابل باختر د سلواغې دولسمه :
په نږدې  راتلوونکي کې د هلمند ولايت دمرکز لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې څه دپاسه ٨٠ زره نيالکي ايښودل کيږي .
دهلمند ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دوه اتيا زره نيالکي دلښکرګاه ښاروالۍ په واک کې ورکړي دي چې دښکلا او سمسورتيا لپاره دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې کيښودل شي .
دهلمند والي ميرزا خان رحيمي چې ښاروالۍ ته ددغو نيالګيو دسپارلو په مراسمو کې برخه لرله  دکرنې او اوبو لګولو د ادارې دغه اقدام پرځاى وباله او ويې ويل چې له يوې خوا دغه نيالګي دلښکرګاه ښار په سمسورتيا کې اغيزمن دي او له بله پلوه دژوندانه دچاپيريال  دککړتيا مخه نيسي .
دهلمند ولايت دکرنې اواوبو لګولو دادارې يوه مسوول شاه محمود دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو نيالګيو له جملې څخه ٤٣ زره يې بې ميوې او ډولي نيالګي دي او ٢٨ زره يې ميوه لرونکي نيالګي دي .
دلښکرګاه ښاروال وويل چې دغه نيالګي  دکرنې او اوبو لګولو د ادارې له خوا چې دسمسورتيا لپاره ايښودل کيږي وړيا دي . اوله دولتي ادارو څخه يې وغوښتل چې دخپل چاپيريال  دسمسورتيا لپاره کولاى شي  له دغو نيالګيو څخه استفاده وکړي ، دغه راز دسيمې له اوسيدونکو څخه وغوښتل چې دنيالګيو دايښودلو په صورت کې دې په ټيټه بيه دکرنې او اوبو لګولو له رياست څخه وپيري اوکيږدي .
دکرنې او اوبو لګولو رييس دغه راز له خلکو څخه وغوښتل چې ددغو نيالګيو دساتنې په برخه کې دې هڅه او هاند وکړي او هغه خړوبه کړي چې يوسمسور او پاک چاپيريال  جوړ شي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته