(PS)خبرونه(PS)امنیت

په هرات او کندهار کې ١۵ تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د وري ٣مه، باختر
د هرات او کندهار امنیتي مسوولین وایي، چې په دغو ولايتونو کې ١۵ تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي دي.
د هرات امنیتي مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان د غلا، عامه نظم د ګډوډولو او نشه يي توکو د پلور په تور له یو میل کلاشينکوف، موبایلونو او څلور ميليونو افغانيو سره نيول شوي دي.
ورته مهال د کندهار د امنيې قومندانۍ ویاند حافظ صابر باختر آژانس ته وویل، چې امنیتي ځواکونو د دغه ښار په اوومه ناحیه کې د غلو پنځه کسیزه ډله، له درې موټرو، د موټرو خرڅولو جعلي اسنادونه او نورو وسایلو سره نیولي دي.
د مسوولینو په وینا، د نیول شويو کسانو دوسیې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا