امنیت

نهه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختر د زمري  څليرويشتمه :
دملي پوليسوځواکونو پرون دامنيتي فعالتيونوپه بهيرکې نهه تنه وسله وال مخالفين ووژل.
دکورنيوچارووزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دملي پوليسوځواکونودغه فعاليتونه دننګرهار،بغلان،پکتيکا،او دهلمند د ولايتونو  په مربوطانوکې تر سره کړل چې له امله يې نهه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، يوولس  تنه ټپيان او ددغې ډلې نهه تنه نورغړي دملي پوليسو دځواکونو له خواونيول شول .
په دغوفعاليتونوکې يوه اندازه سپک اودرنده جنګي وسايل هم دملي پوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته