سیاست

د آلمان اردو د جنګي زيانونو له امله يو مليون ډالره افغانستان ته ورکړل

برلين – دويچه وله – باختر د سلواغې دمياشتې ٦
آلمان په افغانستان کې د دغه هيواد د اوښتو جنګي زيانونو په خاطر څه د پاسه يو مليون ډالره افغانستان ته ورکړي دي.
د آلمان خبري آژانس دغه خبر د آلمان د دفاع وزارت د يوه فهرست له مخې چې د ٢٠٠٢ م کال له پيل څخه د ٢٠١٤ م کال د اګست تر مياشتې پورې دغه پيسې ورکړې دي؛ ورکړى دى .
د دغو پيسو څه د پاسه نيمه برخه په کندز ولايت کې په دوو ټانکرونو د بريد د قربانيانو لپاره ورکړې شوې ده.
دغه بريد په ٢٠٠٩ م کال کې د آلماني ځواکونو په لارښوونه ترسره شوى و چې له امله يې ١٠٠ تنه ووژل شول او سربېره پر دې له ٢٠١٠ م کال څخه وروسته په څلورو مواردوکې له ١٥٠٠ ډالروته تر ٧٨٠٠ ډالرو پورې هغوکسانو ته ورکړ شوي دي چې د آلماني ځواکونو د ډزو له امله وژل شوي او يا ټپيان شوي دي .
پاتې پيسې چې ٥٠٣ زره ډالره دي؛ د وژل شويو څارويو د زيان د جبيره کولو او د پلونو او کروندو د ويجاړيدو له امله ورکړ شوي دي.
خو د کندز والي وايي: د دغو پيسو د ورکولو د لارو چارو په باب خبر نه دى او که چيرې اجرا شوې هم وي؛ ١٠٠ کورنۍ چې خپل خپلوان يې په دې پيښه کې له لاسه ورکړي دي؛ دغه مرستې ناڅيزې بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته