کابل، د سلواغې ۱۵مه، باختر
د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ ( د سلواغې له ۶ مې تر ۱۲ مې) نېټې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۱ زره ۵۷۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۶۲ زره ۸۳۶ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۰ زره ۵۲۷ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۸ زره ۲۸۱۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې تېره اوونۍ دغه راز ۶۵۸ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دی.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه اوونۍ هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د زرګونه مټریک ټنو د انتقالاتو خبر ورکړی و.