امنیت

حامد کرزي په کاپيسا کې دڅلورو تنو فرانسوي عسکرو دوژل کېدو په خاطر دخپلې ژورې خواشيني او ډاډګيرنې مراتب دفرانسې جمهوررييس ، دقربانيانو کورنيو اودفرانسې خلکو ته څرگندوي

حامد کرزي په کاپيسا  کې دڅلورو تنو فرانسوي عسکرو دوژل کېدو په خاطر دخپلې  ژورې خواشيني او ډاډګيرنې  مراتب دفرانسې  جمهوررييس ، دقربانيانو  کورنيو   اودفرانسې خلکو ته څرگندوي

دباختر اطلاعاتي اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې.

دافغانستان داسلامي  جمهوريت جمهوررييس  حامدکرزي   په کاپيسا ولايت کې  دڅلورو تنو فرانسوي عسکرو دوژنې اوشپاړلسو تنو نورو دټپي  کېدو له امله  خواشيني څرگندوي .

درپوټونوله مخې نن سهار دملي اردو يو سرتيري  د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې  دناټو دميشتو ځواکونو په لور  ډزې وکړي  څلور تنه فرانسوي سرتيري يې ووژل او شپاړلس تنه نور يې ټپيان کړل .

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس په دې ترڅ کې چې ددغې پيښې درامنځته  کېد و په خاطر خواشينې دي  دفرانسې  جمهوررييس ، دقربانيانو کو رنيو او ددغه هيواد خلکو ته دخپلي ژورې خواخوږي  اوډاډ ګيرنې مراتب څرگندوي.

حامدکرزي  دافغانستان اوفرانسې لرغونو تاريخي اړيکو په اشاري سره وويل  : فرانسې  په تيرو لسو کلونو کې  له افغانستان سره  زياتي مرستي کړي دي   او دافغانستان او ددوست هيواد فرانسې اړيکې   دتاريخ په اوږدو کې صادقانه وي  چې تل دافغانانو ن دخوښي سبب شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته