ټولنه

يوې نړيوالې ادارې په کونړ کې له ماشومانو سره مرسته وکړه

کابل / د وږي ٢٧مه / باختر
د ماشومانو د ساتنې نړيوالې ادارې په کونړ کې له سلګونو ماشومانو سره د درسي وسايلو مرسته وکړه.
دغه ماشومان کورني بې ځايه شوي او له مهاجرت څخه راستانه شوي دي چې اوس  له خپلو کورنيو سره په څوکۍ ولسوالۍ کې ژوند کوي.
د کونړ د پوهنې رياست دغو ماشومانو ته چې له زده کړې بې برخه شوي دي، د زده کړې کورسونه جوړ کړي دي.
د کونړ د پوهنې رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د ماشومانو د ساتنې نړيوالې ادارې له ١٢٥٤ماشومانو سره چې په ٣٣ روزنيزو کورسونو کې شامل دي؛ د درسي لوازمو مرسته وکړه چې پکې قلمونه، کتابچې، کتابونه او د ښوونځي بيکونه شامل دي.
د کونړ د پوهنې رياست وايي چې دغه ماشومان دوه کاله په دغو کورسونو کې زده کړه کوي چې ښوونځيو ته د ورتګ لپاره چمتو شي.
ختم- ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته