خبرونهفرهنګTOP

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پخواني معين او د کابل پوهنتون د استاد پوهاند محمد رسول باوري پر مړينې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام

کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر

په ژورې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر  پخوانى معين، د کابل پوهنتون استاد، لرغونپوه او د هېواد پېژندل شوي فرهنګي شخصيت پوهاند محمد رسول باوري د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه، په حق رسېدلى دى.

ارواښاد پوهاند باوري خپل زيات عمر د تاريخ په تېره بيا لرغونپېژندنې او فرهنګي برخو کې علمي – څېړنيز کارونو ته وقف کړ.

هغه په کابل پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کړه، زيات محصلان يې وروزل او مشهور کادرونه يې ټولنې ته وړاندې کړل.

د لرغونپېژندنې په برخه کې د ارواښاد خدمتونه د ستاينې وړ دي. پوهاند باوري زيات آثار وليکل چې پوهانو، څېړونکو په تېره بيا د علمي پانګې په توګه ځوان نسل ته یې په ميراث پرېښودل.

دغه راز پوهاند باوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين په توګه هم په برياليتوب سره دنده ترسره کړه، په دې پُست کې هغه د فرهنګ او هنر د ودې او پراختيا په خاطر اغېزمن نوښتونه وکړل. د افغانستان ولايتونوته يې سفرونه وکړل او فرهنګي اوونۍ يې جوړې کړې.

هغه د افغانستان د فرهنګ او هنر د ودې او پراختيا په خاطر زيات خوبونه او آرمانونه درلودل چې له بده مرغه ناڅاپي مړينه یې د دغو آرمانونو د تحقق فرصت ورنه کړ.

د استاد پوهاند محمد رسول باوري مړينه د هېواد د علم، فرهنګ او هنر په برخو کې يوه ستره ضايعه ده. زه د ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتبو د څرګندولو ترڅنګ، د الله (ج) له درباره استاد باوري ته د فردوس جنت او د ارواښاد کورنۍ، خپلوانو او همدارنګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، کابل پوهنتون او د هېواد علمي او فرهنګي  ټولنې ته د صبر او زغم هيله کوم.

روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې.

ختم – ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته