امنیت

دکورنيو چارو وزارت وياند :ډار اچوونکي ځپل شوي دي او دوه تنه پوليسان ټپيان شوي دي .

کابل باختر زمري ٣٠ دکورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي ډار اچوونکو دعيدګاه جومات ترشا دکبانو په سراي کې ځاى نيولي و ، او دکابل ښار په ځينو سيمو يې دتوغنديو بريدونه کول ، وځپل شول. دعيني شاهدانو دڅرګندونوله مخې ، نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کې يوشمير ډار اچوونکو دعيدګاه جومات ترشا دکبانو په سراي کې ځاى نيولي و او له دغه ځاى څخه يې دکابل ښار په ځينو سيمو دتوغنديو او هاوانونو ډزې وکړې . دغه راکتي بريدونه په داسې حال کې وشول چې کابل ښاريان دښار په بېلابېلو جوماتونوکې دنيکمرغه لوى اختر دلمانځه داداکولو په حال کې و . دکورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش چې ددغې پيښې په اړوند يې دباختراژانس له خبريال سره خبرې کولې وويل: هغه درې تنه يرغلګر چې په دې سراي کې يې ځاى نيولي و ، د خاصو قطعاتو په واسطه وځپل شول او هم خلک د نښتې له ساحې څخه دپوليسو دځواکونو په واسطه خوندي سيمو ته ليږدول شوي دي . دده دڅرګندونوله مخې ، په دې پيښه کې يواځې دوه تنه پوليسان برسيرن ټپيان شوي دي . دانش وويل چې ساحه تر څيړنې لاندې ده او يرغلګر ډار اچوونکي چې شمير يې درېو تنو ته رسيده وژل شوي دي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته