سیاست

حامدکرزی د درې ورځني رسمي سفر لپاره لندن ته روان شو

کابل – باختر دسلواغې څوارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزی، نن له غرمې وروسته د یو جګپوړې دولتي هيئت په مشرۍ د بریتانیا پايتخت لندن ته روان شو.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس خبرورکړ
حامدکرزی به د دغه سفر په بهيرکې د بریتانیا له صدراعظم دیوید کامرون، د بریتانیا له ولیعهد شهزاده چارلز، د بریتانیا د نړیوالې پراختیا له وزیرې مېرمن جستین ګرنینګ او د دغه هېواد له یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو سره پرکتنو سربیره، د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د مشرانو په درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.
په دې درې اړخیزې غونډه کې به د افغانستان د سولې د بهیر په چټکتیا، د ترهګرۍ او افراطیت پرخلاف د مبارزې په کارکې د همکاریو په پراختیا او په سیمه ایزو همکاریو پورې اړوندو مسایلو باندې خبرې وشي.
د هېواد له جمهوررئیس سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال شیرمحمد کریمي، له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د کمیسیون مشر ډاکتر اشرف غني احمد زی، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین رباني، په نړیوالو چارو کې د جمهوررئیس سلاکار یحیی معروفي او د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته