سیاست

د جمهور رييس د وينا متن

کابل باختر د ثور اوومه
دثوردمياشتې داتمې دافغان مجاهدينودبرياليتوب دکاليزې له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس محمداشرف غني دوينامتن.
د ۱۳۷۱ هجري لمريز کال د ثور په اتمه نیټه د افغان مجاهدینو بریالیتوب د افغانستان د اوسني تاریخ یوه ډیره مهمه پیښه ده. په دې ورځ د افغانستان د لوی ملت عظیمو قربانیو رنګ راووړ او زموږ د تاریخ یو نوې پړاو پیل شوه.
موږ دا ورځ ځکه نمانځو چې د خپل ملت د ملیونونو شهیدانو، معلولانو او مجاهدانو د قربانیو درناوی مو کړی وي. د شوروي تیري په خلاف جهاد کې د افغانستان د ټولو سیمو، قومونو، ولایتونو او پرګنو خلکو برخه واخیسته او په همدې دلیل په ډاډ او افتخار سره ویلای شو چې افغان جهاد یوه ملي حماسه وه او کامیابي یې د ټول ملت کامیابي وه.  
د شوروي اتحاد د تیري پر خلاف جهاد کې نه یوازې د ملت کابو ټول اقشار شامل وو، بلکې د هغه وخت د شوروي اتحاد له څو محدودو اقمارو پرته نور ټول هیوادونه زموږ د جهاد موید او تاییدوونکی وو. موږ په افتخار او اطمینان سره ویلای شو چې زموږ د خلکو جهاد واقعي او برحقه جهاد و، او ځکه خو یې کابو ټولو اسلامي هیوادونو او نورې نړۍ تایید کاوه او د پخواني شوروي اتحاد عمل یې تیری او زموږ د خلکو دفاع یې برحقه دفاع بلله.
قدرمنو هیوادوالو، د مجاهدینو د کامیابي لمانځنه د یوه سلامت نسل د قربانیو او فداکاریو مننه او قدرداني ده. موږ که نن یو داسې اساسي قانون لرو چې د وګړو اساسي حقونه پکې تضمین شوي دي، موږ که نن د یوه مستقل هیواد په توګه له کابو ټولې نړۍ سره نیک روابط لرو، موږ که نن ملي اردو او ملي پولیس لرو او که په میلیونونو نجونې او هلکان مو مکتبونو ته ځي او علم زده کوي، دا په حقیقت کې د افغان غیرتي ملت د میړانې، د خپل وطن له ابادولو او ساتلو سره د مینې او لوړو ارزښتونو ته د تعهد نتیجه ده.
موږ د ثور په اتمه نیټه د افغانستان د خلکو په بریالیتوب ویاړو او ورسره د تاریخ  له ترخو پیښو عبرت اخلو. کله چې ملت یو لاس و نو افتخارات یې وزیږول او یوه داسې مبارزه یې کامیابه کړه چې کابو ټول بشریت یې په حقانیت کې شک نه کوي ،خو کله چې په ټولنه کې نفاق پیدا شو نو ناخوالې یې وزېږولې.
د ثور په اتمه نیټه د افغان جهاد نهایي بري نه یوازې موږ ته بلکې نړیوالو ته هم څرګند پیغام درلود او هغه دا چې افغانان هیڅکله زور او ظلم نه مني، قاتلانو ته نه تسلمیږي او غلامي ته غاړه نه ږدي.
د ملي وحدت حکومت ټینګه اراده لري چې د جهاد د هدفونو په دوام کې، د هیواد پرمختګ ته پوره توجه وکړي او ګران هیواد د نورو له احتیاجه راوباسي.
د ثور په اتمه نیټه د مجاهدینو د کامیابي مبارکي د افغانستان ټولو خلکو او په تیره بیا د شهیدانو عزتمنو کورنیو ته وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) په دربار کې دعا کوم چې د افغانستان خلک متحد او متفق وساتي چې د وطن د ابادولو او د ملت د نیمکرغي او سوکالي لپاره د شهیدانو ارمانونه پوره شي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته