سیاست

داسيا دزړه دهيوادونو کنفرانس په کابل کې جوړيږي.

کابل باخترد جوزا دمياشتي٢٠ نيټه :

ټاکل شوې ده داسيادزړه دهيوادونو کنفرانس دسيمه ييزو ملاتړ دجلبولو اودهيوادونو ترمنځ دباور دفضا دبرابرولو  په مقصد دسيمې دهيوادونو داستازو په ګډون دغبرګولي دمياشتې په  ٢٥ نيټه په کابل کې جوړشي .

دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير ډاکتر جماهير انوري نن د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کنفرانس  دروان کال دغبرګولي دمياشتې په  پنځه ويشتمه نيټه دپنجشنبې په ورځ دافغانستان ددولت په کوربه توب او داسيا دزړه د څوارلسو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو او دسيمه ييزو  اوله سيمې څخه بهر سازمانونو ددولسو تنو رييسانو  په شمول دڅلويښتو تنو جګپوړو هيئتونو په ګډون په کابل کې   جوړيږي .

دغه کنفرانس دسيمې دهيوادونو دوزيرانو په کچه داستانبول دکنفرانس  دبهير دتعقيبولو لپاه  لومړنى اقدام دى . داستانبول  دکنفرانس له  جوړيدو وروسته  چې   دترکيې په  کوربه توب  له ٢٠١١ کال دنوامبر دمياشتې په دويمه نيټه په دغه هيواد کې جوړشوي و.

دمهاجرينو دراستنيولو دچارو وزير څرگنده کړه  ټاکل شوې ده چې  کنفرانس  دافغانستان داسلامي جمهوريت  د جمهوررييس  حامدکرزي په وينا سره پيل شي   اوکار يې  دافغانستان  اودترکيې  دبهرنيو چارو دوزيرانو په مشري دوام ومومي .

دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزير وويل  چې دکنفرانس په پاى کې  يوه اعلاميه هم تصويبيږي  اوپه هغې کې به  دسيمه ييزو همکاريو دزياتوالې   ، دباور دفضا دبرابرولو   اودافغانستان محوري رول ته  په پاملرنې سره  دسيمې اونړۍ  دګډو ګواښونو اوچلنجونو دڅيړنې په مقصد   په سياسي ، امنيتي ، اقتصادي ،.تجارتي فرصتونو، بنسټونو ، ښوونې اوروزنې اودسيمه ييزو اوله سيمې څخه بهرسازمانونو درول په برخو کې داعتماد دفضا دبرابرولو دتدبيرونو دنيولو دسياسي سلامشورو په باب موافقه وشي

ډاکتر انوري څرگنده کړه  دسيمې له هيوادونو څخه په داوطلبانه ډول دمهاحرينو دراستنولو په باب دسيمې ييزې ستراتيژي تطبيق اوپه هيواد کې دهغوى بيا ادغام  او دکوربه هيوادونو دمرستو جلبول ددغې غونډې دخبرو يوه برخه ده .

ده زياته کړه په همدې مقصد  دافغانستان داسلامي جمهوريت  دمهاجرينو دراستنولو  دچارو وزارت  په نوولسو ولايتونو کې اته څلويښت ساحې انتخاب کړي دي  اوپه دغو سيمو کې يوولس وزارتونه  په خپله کاري محدوده کې  راستنوشويو کسانو ته  داړتياوړ خدمتونه وړاندي کوي.

ډاکتر انوري ټينګار وکړ  چې له سيمه ييزې ستراتيژي سره سم دراستنوشويو کسانو ملاتړ دوزارتونو  په کاري لومړيتوب کې ځاى لري . اودهيوادونودملاتړ دجلبولو لپاره يې  دتيري اوونۍ  په وروستيو وختو کې  په کابل کې  دايران ، مصر ،عربي متحده اماراتو او دقزاقستان له سفيرانو سره په  جلاجلا ډول  کتلي دي .

ده زياته کړه  په دغو کتنو کې يې دافغان مهاجرينو  دستونزو اودهغوى دراستنولو په باب اوهم داسيا دزړه دسيمه ييز کنفرانس دجوړولو په باب خبرې کړي دي  اوله هغوى څخه يې غوښتي دي چې هيوادونه يې په دې اړوند همکاري وکړي .

دغه راز په ايران کې  دميشتو افغان مهاجرينو ځينې ستونزې يې په کابل کې  ددغه هيواد له سفيرانو سره طرحه کړى اوله هغوى څخه يې غوښتنه کړې ده   چې دايران دولت دى  په دغه هيواد کې   دمهاجرينو دطرحه شويو ستونزو دلري کولو لپاره همکارى وکړي .

ډاکتر انوري زياته کړه  چې دمصر ،  دعربي متحده اماراتو اودقزاقستان سفيرانو هم  دسيمه ييز کنفرانس  له  جوړولو سره دخپلو هيوادونو دملاتړدڅرگندولو په ترڅ کې   د مهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت  دځينو غوښتنو په اړوندد همکارى ژمنه کړې ده . .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته