اقتصاد

دننګرهار دهډې فارم دمالدارۍ د برخې دجوړولو کار پيل شو .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
دجلالا آباد ښار دهډې فارم دمالدارۍ برخه او دڅارويو دساتلو دځاى دودانۍ دجوړولو کار پيل شو .
دغه ودانۍ دنړيوال بانک له خوا دڅلورو مليونو افغانيو په لګښت په څلورو مياشتو کې بشپړه او ګټې اخستنې ته سپارله کيږي.
دننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه تاسيسات دجلال آباد په هډې فارم کې جوړيږي او د هډې فارم له مهمو اړتياو څخه دي .
ده ددغې ودانۍ دبنسټ د ډبرې دايښودلو په غونډه کې وويل: ددغې برخې دتاسيساتو په جوړولو سره دلبنياتو دتوليداتو کچه لوړيږي او مالداران چې له دې پلوه له ستونزه سره مخامخ دي دهغوى ستونزې لري کيږي.
ده زياته کړه له هغو پيسو څخه به چې دهډې فارم دمالدارۍ برخې ته ځانګړې شوې دي د اوبو يوه زيرمه چې دفارم له اړتياو څخه ده جوړه شي.همدا اوس دننګرهار دهډې دمالداري په فارم کې يو سلو ديرش شيدې ورکوونکي غواګانې شته چې هره ورځ په منځنى کچه يوسلو څلويښت ليتره شيدې توليد او په اړتيا لرونکو ويشل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته