
کابل، دزمري٢٦ مه، باختر
په هرات ښار کې د يو کانال، یو سړک او د ويالو جوړولو کار پيل شو.
ټاکل شوې ده په دې پروګرام کې د ٢١٥ مترو په اوږدوالي يو کانال، پر ٢ کيلومتره سړک د کريړ اچول او پخول او د ويالو د جوړولو کار ترسره شي.
د دغې پروژې لګښت اته ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى چې د ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي.
د هرات ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د دغې پروژې د کار په بشپړيدو سره به د ښار په شپږمه ناحيه کې خلکو ته زياتې اسانتياوې برابرې شي.
\ ذ