اقتصاد

دماليې وزير: له افغانستان سره دنړيوالو مرستو کچه په سلوکې کابو پنځه ويشت ټيټه شوې ده

کابلباخترد مرغومي دمياشتې ١٠ نيټه :
د ماليې وزيراکليل حکيمي پرون د استازو دمجلس په استجوابيه غونډه کې دنړيوالومرستو په سلو کې پنځه ويشتو دکمښت اوپه٢٠١٠ ميلادي کال کې ددغو مرستو  دبنديدو خبر ورکړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ دماليې وزير وايي چې له افغانستان   سره د مرستې لپاره نړيوالې ژمنې  تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې دي  او  له ٢٠٢٠ ميلادي کال وروسته دلګښتونو دتمويل سرچينه شتون نلري.
ده زياته کړه  چې موږ بايد خپله بودجه په  واقعبينانه  ډول او دخپلو تمويلي سرچينو له مخې برابره کړو.
دماليې وزير په داسې حال کې  دافغانستان له دولت سره دبهرنيو مرستو دبنديدوداحتمال خبره کوي چې همدااوس دملي بودجې زياته برخه دبهرنيو مرستو له لارې تمويليږي .
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته