کابل- باختر د کب دمياشتې ٤
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې د پوليسو موظفينو تېره شپه يو تن يې د نشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيوه .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په نيول شوي سړي تورلګول شوى دى چې دوه سوه کيلوګرامه چرس يې په يو امبولانس کې ځاى پرځاى کړي و او غوښتل يې د غني خيلو ولسوالۍ ته ليږدوي چې د پوليسو له خوا ونيول شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ