امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٧
افغان او نړيوالو امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ : . دايتلاف او افغان
امنيتي ځواکونو يو لړ چاڼيزو عمليات دننګرهار ،کاپيسا،بغلان ،جوزجان، قندهار ، زابل ، ميدان وردګو، لوګر ،غزني ،هرات او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړي و چې له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دوه تنه ټپيان او اته تنه نوريې ونيول شول .
ديادونې وړ ده چې په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل او دوه سوه پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي دملي پوليسو د ځواکونو لاسته وراغلي دي .
دغه راز ملي پوليسو د مخالفينو پنځه  ښخ کړاى شوي ماينونه د لغمان،فارياب ،ارزګان  او دپکتيا د ولايتونو له بيلابيلو سيمو څخه کشف  او شنډ کړي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته