روغتیا

په لغمان کې څه دپاسه اته سوه زره وګړي په روغتیايي او پوهنیز ډګر کې معلوماتو ته د لاس رسي او معالجې په موخه د نړۍ له مهمو مرکزونو سره ونښلول شول.

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٩
د لغمان پوهنتون، مرکزي روغتون او درېو ښوونځیو ته د نوري فایبر شبکې د نښلولو چارې پرون د لغمان دوالي عبدالجبار نعیمي او د ولایتي ادارې د یو شمېر چارواکیو له لوري په رسمي ډول پیل شوې.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي.
دغه شبکه د ۱۱.۴۵ کیلو متره په اوږدوالی د څه دپاسه یوولس میلیونه افغانیو په لګښت دمخابراتو وزارت د اترا ادارې د TDF (دمخابراتی پرمختګ صندوق)  له بویجې څخه د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت له خوا د دوو میاشتو په اوږدو کې جوړېږي چې څه دپاسه اته سوه زره عام وګړي، د ښوونځیو زده کوونکي او د پوهنتون محصلان او استادان به ترې په روغتیايي او پوهنیز ډګر کې معلوماتو ته د لاس رسي او معالجې په برخو کې ګټه پورته کړي او د نړۍ له مهمو روغتیايي او پوهنیزو مرکزونو او پوهنتونونو څخه به معلومات تر لاسه او له یو بل سره به تجربې شریکې کړي.
د مهترلام مرکزي روغتون چی مخکې ورته د ۱۰ کمپیوټرونو په ظرفیت دمعلومات ټکنالوجۍ لابراتوار جوړ شوی وه اوسمهال له نوري فایبر سره نښلیږي چی موخه یی له لرې واټن څخه درملنه ده. دمعلوماتی ټکنالوجۍ پرمټ د دې روغتیایی مرکز څخه به د لغمان ولایت شاوخوا ۷ لکه وګړی ګټه واخلي او د دې پرځای چې له هیواد څخه بهر د درملنې لپاره سفر وکړې بلکې له همدې ځایه به دهیواد او نړۍ په مشهورو روغتونونو کې معالجه کیږي.
همدارنګه د لغمان پوهنتون، د مستورې دا انجونو او دغه راز د روښان او قرغیو ولسوالۍ د هلکانو د لېسو زده کوونکي او د پوهنتون محصلان او استادان به په سمعي او بصري توګه نصاب، د هېواد او نړۍ تعلیمي او تحصیلي ادارو او همدارنګه بریښنايي کتابخانو، لابراتوارونو او څیړنیزو مرکزونو ته لاس رسی ومومي.
د دې تر څنګ د ۲،۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲،۱ کیلو مټر په اوږدوالي بیا همدغه شبکه چې د کرنې مسلکي لېسې، د شیخانو کلا د انجونو او د ډاکتر عبدالله لغماني د هلکانو د لېسو لپاره له وړاندې جوړه شوې وه په عملي توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته