ورزش

له دولس کلنى څخه ښکته د فوټبال د الف ګروپونو سياليو دوام وکړ

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
له دولس کلنى څخه ښکته د فوټبال د الف ګروپونو سياليو پرون په کابل ښارکې په شپږو لوبو سره دوام وموند.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو سياليوکې د امرخيلو ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د مخابراتو پرټيم، د رسول شهيد ټيم د صفر په وړاندې په دوو سره د اميد ميهن پرټيم، د روزنتون ټيم د يوې په وړاندې په دريو سره د مبارز پرټيم او د اردو د بي ملي ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د اميد اتحاد پر ټيمونو بريالي شول.
دغه راز د چنداولو د آينده سازانو او د انصاري ټيمونو او د جوانان ميهن او د نبوت ټيمونو لوبې له ګول پرته برابرې پاى ته ورسولې.
دغه سيالۍ له دريو ورځو را په دې خوا د څوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته