امنیت

يوه اندازه وسله په بغلان کې دداياک پروګرام ته وسپارل شوه .

کابل باخترد ليندي څوارلسمه :
دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ له خوا يوه اندازه وسله اومهمات  په دغه ولايت کې  دوسلو دراټولولو کميسيون ته  وسپارل شول .
دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر  اوسرپرست  سمونوال عبدالرشيد بشير دباختراژنس خبريال ته وويل:په دغو وسلو اومهماتو کې توغندي ويشتونکي ، پيکا ،  کلاشينکوفونه ،  تومانچې او ډول ډول وسلو، درې نيم ټنه مهمات شته .
يوه اړونده خبرځاى وويل  دغه وسلې اومهمات  د امنيتي ځواکونوله خوا دبغلان ولايت په بيلابيلو ساحو کې دجلا جلاعملياتو په بهير کې  ترلاسه شوې و او نن دوسلو دراټولولو  کميسيون ته  وسپارل شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل :ددغو قضيو په اړوند لس تنه هم  دپوليسو له خوا نيول شوي دي . 
  په بغلان کې  دوسلو دراټولولو  په کميسيون کې  دملي دفاع وزارت استازي  ډګروال ګل لالا  وايي  چې په روان کال کې دا دريم ځل دى چې  ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ ضبط شوې وسلې  دغې کميسيون  ته سپاري .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته