امنیت

د ډار اچوونکو په ځپلو کې همغږۍ پر زياتوالي دلويديځ زون دواليانو ټينګار

کابل باختر د وږي ٢٦مه :
دلويديځ زون دولايتونوواليانو دهمغږۍ  دکچې په زياتوالي او ددښمن دپټنځي له منځه وړلو په موخه داغيزمنو عملياتو په ترسره  کولو ټينګار وکړ .
په هرات ښار کې دلويديځ زون دولايتونود واليانو ددوه ورځنۍ ناستې دکار له پاى ته رسېدو سره جوخت دهرات والي عبدالقيوم رحيمي له خبريالانوسره په کتنه کې ددښمن پټنځي له منځه وړلوپه مقصد  دسراسري عملياتو دترسره  کولو خبرورکړ.
په دې خبري غونډه کې چې پرون دفراه ، غور ، بادغيس او هرات دواليانوپه ګډون جوړه شوه دهرات والي وويل: په دغو عملياتو کې به دملي اردو ، دملي امنيت او ملي پوليسو اوهوايي او ځمنکنيو ځواکونو په ګډون په دښمن له هوا اوځمکې ځپنده ګوزارونه وکړي .
داپه داسې حال کې ده چې دوروستيو لسو ورځو په بهير کې  د لويديځ  زون  په ولايتونوکې ددښمن څه ناڅه زرتنه وژل شوي دي .
دفراه ، غور اوبادغيس واليانو هم ددغې غونډې دجوړېدو په هرکلي سره ټينګار وکړ چې په دغو ولايتونوکې دښمن سخت ګوزارونه زغملي دي .
ددغو مقاماتو دڅرګندونو له مخې، دوروستيو عملياتواغيزه ترهغه حده پورې وه چې ددښمن دنويو جبهو دبيا سمون  توان له لاسه ورکړى دى .
اټکل کېږي چې ددغو عملياتو په ترسره کولوسره به د لويديځ زون زياتره  سيمې ددښمن له شتون څخه پاکې  شي او د لويديځ زون په ټولو ولايتونو کې به دډاډمنواورڼوانتخاباتو دترسره کولو زمينه برابره شي.
  ختم_شکريه _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته