امنیت

په فراه کې دداعش دتروريستي ډلې ظهور

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
دفراه ولايت  سيمه ييزو مسوولينو په دغه ولايت کې  دداعش دتروريستي ډلې  ظهور خبر  ورکوي .
دوي وايي  چې دغه ډله اوس  ديوې اډې په جوړولو سره   دخپلو تروريستي بريدونو لپاره   دافرادو په روزنه  بوخته ده .
په فراه کې  ددغې ډلې  له ظهور څخه  څه ناڅه يوه مياشت تيريږي .
عيني شاهدان وايي چې دغه ډله   دخاک سفيد ولسوالۍ دمزار قلعه په کلي کې  ديوې اډې په جوړولو سره دخپل نفوذ  او فعاليتونو په پراختيا بوخت دي.
دفراه ولايت  دخاک سفيدولسوال عبدالخالق نورزي  له باخترآژانس سره په اړيکه کې  په دغې ولسوالۍ کې دداعش دتروريستي ډلې  ظهور  تائيد کړ  .
دغه سيمه ييز مسوول وايي :  دمزارقلعه په کلي کي  دداعش په ډلې پورې  تړلي افراد  څه ناڅه اتيا تنه دي او ديوې اډې په جوړولو سره  د افرادو په  روزنه  بوخته ده.
نورزى وايي   چې  په فراه  کې دداعش دډلې افراد په پرمختللو وسلو سمبال دي   او ښه امکانات لري .
دخبرونو له مخې:  دداعش دډلې افراد دطالبانو دډلې  دافرادو په شان له خلکو څخه  پيسې او خواړه  دجزيې په ډول  نه اخلي  او خپله  له  پلورنځيو څخه دخپل اړتيا وړ توکي  هغه هم له اصلي بيې څخه لس برابره لوړه پيري .
دافغانستان په ځينو سيمو کې دداعش دتروريستي ډلې ظهور  خلکو ته  جدي انديښنې رامننځته کړي دي ؛ خو دافغانستان پوځي مقاماتو  ويلي دي  چې  پوځيان  له دغې تروريستي ډلې سره دمبارزې  او دهغو دله منځه وړلو وړتيا لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته