(PS)خبرونه(PS)امنیت

په هرات کې تېره اوونۍ ٢٨ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي

کابل، د زمري ٢٦مه، باختر
د هرات د امنیې قومندانۍ مسوولين په دغه ولایت کې تېره اوونۍ د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور د ٢٨ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان د غلا، قتل، نشه یی توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا، له نیول  شویو کسانو څخه ۱۴۳.۵ کیلوګرامه افدرین، ۳ کیلو چرس، ۵ کیلو ښیښه، ۳ زره ۷۵۰ لېټر هایدروکلوریک، ۱۲۵ لېټره تېزاب او ۱۱۰ تابلېټ کا ګولۍ هم تر لاسه شوې دي.
د مسوولینو په خبره، د نیول شویو کسانو دوسیې له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا