
کابل، د زمري ۱۸مه، باختر
د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي، چې تېر کال د یو میلیارد افغانیو په لګښت یې شاوخوا ۲۵۰ لویې او وړې پراختیايي پروژې پلې کړې دي.
د هرات ښاروالۍ د تخنيکي او سکتوري خدمتونو رئيس عبدالاله قاضي زاده په خپله کلنۍ حساب ورکولو غونډه کې وویل، چې د ښاروالۍ رياست سل په سلو کې پراختيايي پروژې پلې شوي او سږ کال هم دغه اداره پر ۳۹ لویو پراختیايي پروژو کار کوي.
قاضی زاده زیاته کړه، چې د تېر کال د ټولې بودجې څه باندې یو میلیارد افغانۍ د ښاروالۍ ادارې ته ځانګړې شوي، چې په بشپړ ډول په پراختیايي پروژو لګول شوې دي.
نوموړي وویل، چې سږ کال شاوخوا ٧٠٠ ميليونه افغانۍ د پراختيايي پروژو لپاره ځانګړې شوې دي.
ورته مهال د هرات اوسېدونکو ملت ته د حکومت حساب ورکونې د پروګرام هرکلی وکړ.