امنیت

شپږ تنه عسکر شهيدان شول

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٣
د ملي اردو شپږ تنه عسکر د امنيتي فعاليتونو د ترسره کولو په بهيرکې شهيدان شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه عسکر په داسې حال کې چې د هيواد په بېلابېلو ساحوکې د امنيت د تامينولو لپاره مبارزه کوله؛ په واټ کې د ښخ کړى شويو ماينونو د چاودنې او د تروريستانو د درندو وسلو د ډزو له امله شهيدان شول.
په خبرپاڼه کې د پيښې ځاى نه دى مشخص شوى.
دغه عسکر په داسې حال کې شهيدان شول چې د وسايطو ضد ٤٠ ماينونه چې د تروريستانو له خوا نوي د ملکي وګړو د وژنې په مقصدښخ کړى شوي و؛ کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته