ټولنه

په هرات کې د کبرزان کانال ډیر ژر پرانيستل کېږي

– کابل / د مرغومي ۲۰ / باختر
د هرات د کبرزان کانال کارڅه د پاسه ۹۰ سلنه پرمخ تللی دی او نږدې راتلوونکي کې پرانيستل کېږي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د اوبو د تنظیم د چارو ملي اداره وايي چې دغه کانال د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د کرنیزوځمکو د خړوبولو او د زیاتوالي په موخه په پاخه توګه جوړېږي.
د دغه کانال د کار په بشپړېدوسره په دغه ولسوالۍ کې د څه نا څه یوزرو سل هکتاره کرنیزې ځمکو اوبه برابرېږي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته