ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل –باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
د سترې محکمې د ډاډګيرنې پيغام
د افغانستان د اسلامي جمهوريت سترې محکمې په ژورې خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د سترې محکمې د عالي شورا د دارالانشا رييس قضاوتپوه عتيق الله رووفي نن سهار خپل کورته څېرمه د خپل کار دفتر ته د تګ په وخت کې د افغانستان د خلکو د سولې او ټيکاو د دښمنانو د تروريستي بريد له امله شهيد شو.
ارواښاد عتيق الله رووفي په ١٣٢٥کال کې دميدان وردګو ولايت دجلريز ولسوالۍ په ذي دولت کلي کې وزيږيد او په ١٣٤٧ کال کې د کابل پوهنتون د شرعياتو له پوهنځي څخه له فراغت وروسته لومړى په قضايي ستاژ او وروسته د قضا له مسلک سره يوځاى شو او د پنځه څلويښتو کلونو صادقانه خدمت په ترڅ کې يې د کابل، کندز او کاپيسا په ولايتونوکې په بېلابېلو قضايي پستونوکې دندې ترسره کړې او له ١٣٨٥ کال راپه دې خوا يې په پوره صداقت او امانتدارۍ سره د سترې محکمې د عالي شورا د دارالانشا د رييس په توګه دنده ترسره کوله چې په پاى کې نن سهار د ليندۍ د مياشتې په ٢٢مه نيټه د ناځوانمردانه بريد له امله شهيد شو .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت ستره محکمه په داسې حال کې چې د ارواښاد نشتوالى يوه نه جبيره کيدونکې ضايعه بولي؛ څرګندوي چې د هيواد  قضايي نظام د عدالت د تامينولو او د خلکو د حقوقو د احقاق په لاره کې ستر رسالت په غاړه لري او هيڅکله د افغانستان د خلکو د سولې او ټيکاو د دښمنانو ديو خويه فعاليتونه نه شي کولاى د دغه شرعي او قانوني رسالت د ترسره کولو خنډ شي.
ستره محکمه په داسې حال کې چې د ارواښاد د شهادت په نسبت د خپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي؛ له الهي دربارڅخه هيله کوي چې ارواښاد ته فردوس جنت؛ کورنۍ او پاتې کسانو ته يې جميل صبر په برخه کړي.
اروا دې ښاده او ياد يې تل وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته