دفيض آباد ښار باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٣ :
يو سړي په بدخشان ولايت کې ديوې نابالغ ې نجلۍ دتښتولو په تور ونيول شو.
امنيتي مامورينو نن دغه سړى له بدحشان ولايت څخه ددغې نجلۍ دتښتولو په وخت کې ونيوه .
دبدخشان ولايت يوه ا منيتي مسوول باخترآژانس ته وويل ؛ چې دغه نيول شوى سړى دپروان ولايت اوسيدونکى دى او غوښتل يې يوه نابالغه نجلۍ له بدخشان ولايت څخه وتښتوي.
ده وويل ددغې پيښې په اړوند څيړنې پيل شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ