کابل باختر د زمري پنځمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د شهید اعجاز الحق له کورنۍ سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پېل کې مولوي مظهرالدین فایز د شهید اعجاز الحق د کورنۍ په استازیتوب خبرې وکړې او له جمهوررئیس څخه یې د شهیدانو کورنیو ته د پاملرنې او ملاتړ له امله مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، موږ د حکومت ملاتړ کوو او مدني حرکتونه د حکومت د اصلاح لپاره دي چې دا حرکتونه هیڅکله هم د حکومت پر ضد نه دي. هغه د شهید اعجاز الحق دوسیې ته د رسیدهګې غوښتنه وکړه او هېله یې څرګنده کړه چې حکومت دې د نوموړي د کورنۍ مادي او معنوي ملاتړ وکړي.
د شهیداعجازالحق ورور شېراغا په خپلو خبرو کې د شهیدانو کورنیو ته د جمهوررئیس له پاملرنې څخه مننه وکړه او د شهیداعجاز الحق په نوم د یو واټ د نومولوغوښتونکی شو.
د هېواد جمهوررئیس د شهید اعجازالحق کورنۍ ته په خطاب کې وویل: شهید اعجازالحق زما د اولاد په څېر وو او زه ستاسې درد ژور درک کوم او د دې غم پر وړاندې ستاسې له صبر او حوصلې څخه، مننه کوم.
جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ د شهیدانو د کورنیو پر وړاندې مسوول یوو او واضح تعهد لرو، د شهید اعجازالحق دوسیه تعقیبېږي او د شهیدانو کورنیو په ځانګړي ډول د شهید اعجازالحق کورنۍ ته به رسیدهګي وشي. په دې کتنه کې د نوموړي کورنۍ سره نغدي مرسته هم وشوه.
0 1 دقیقه لوستل