امنیت

په کندزکې د يوه شوکمار نيول کيدل

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٠
د کندز پوليسو يو وسله وال سړى چې موټرونه او د سپرليو مالونه يې غلا کړي و؛ ونيوه.
دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړى دوه ورځې مخکې د خان آباد ولسوالۍ د چارسدې په ساحه کې يو کرولا موټر د سپرليو له مالونو او شتمنيوسره لوټ کړي وو.
ده زياته کړه: دغه غل تېره شپه هغه وخت د پوليسو له خوا ددغې ولسوالۍ دکيسه توپک په عبوري پوسته کې ونيول شو چې غوښتل يې غلا کړى شوي موټر او مالونه کابل ته وليږدوي.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د سپرليو مالونه خاوندانو ته يې سپارل شوي او د قضيې عامل د پوليسو له خوا نيول شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته