سیاست

اجراييه رييس دلنډ مهال حکومت دجوړولو په باب خبرونه يوه اوازه ده .

کابل باختر د وږي  درې ويشتمه :
اجراييه رييس په هيواد کې دلنډ مهال حکومت جوړول  يوه اوازه وبلله .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې  اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن دوزيرانو شورا په غونډه کې وويل چې خلک بايد په هيواد کې دلنډ مهال حکومت دجوړولو مفکوره له خپل ذهن څخه لرې کړي او دغه شان خبرونه يې يوه اوازه وبلله .  ده وويل دملي وحدت  حکومت دهغو  ستونزو او چلنجونو  تر څنګ چې لري يې برياليتوبونه هم لري .
اجراييه رييس  وويل له حکومت څخه دخلکو ناخوښى دحکومت ناکاموالى دى  ځکه که چيرې خلک ناخوښ وي موږ نه شوکولاى  چې په ښه توګه کار وکړو او موږ هلې ځلې  کوو چې دخلکو باور او اعتماد  ترلاسه کړو .
ده وويل  بايد دخلکو ترمنځ باور پيداشي چې ځوانان له هيواد څخه  تيښته ونه کړي  ځکه له هيواد څخه دځوانانو تيښته دحل لاره نه ده .
اجراييه رييس  څرګنده کړه چې دپرمختيايي بودجې دلګښت  کچه دخلکو له هيلو  څخه ټيټه ده ځکه په روان کال کې  پرمختيايي پلان په سلو کې شل تطبيق شوى دى  چې هيچا ته به دقناعت وړ نه وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته